معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او ایران ترمنځ ځانګړې صنعتي ساحه جوړیږي

د افغانستان او ایران ترمنځ ځانګړې صنعتي ساحه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو ویلي، چې یو شمېر ایراني پانګوالو د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال سره کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

ایراني پانګوالو دې کتنه کې په افغانستان کې د اوسپنې، کانونو استخراج او پروسېس، لمریزې برېښنا تولید، د سړک او رېل لارې شبکو غځولو او د معیاري صنعتي فابریکو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغو ایراني پانګوالو ویلي، چې افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب هېواد دی او دوی چمتو دي، څو په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

اقتصادي مرستیال دغو پانګوالو ته په یادو برخو کې د سرپرست حکومت له لوري د هر ډول همکارۍ او له نږدې کار کولو ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس