معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او بلاروس د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا هوکړه وشوه

د افغانستان او بلاروس د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا هوکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال لوکا شیویچ سره کتلي.

د خبر پر بنسټ د دې کتنې پر مهال دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې هوکړه کړې ده.

همدارنګه پرېکړه شوئ، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو د همکاریو د پراختیا لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

دواړه خواوې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې په مختلفو برخو کې به ګډې هڅې پیل کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس