کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کې د مؤقت بندر د جوړېدو خبر ورکړی.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د مرستیال عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف د ټاپي پروژې له رییس، مراد امانوف او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ د لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د آسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمې اسلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر د جوړېدو په اوه خبرې کړي.
افغان پلاوي د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړی او په سرحدي سیمه کې یې د کارکوونکو د تګ – راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان لوري وړاندېزونه د تایید وړ بللي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د نظر له تبادلې وروسته به عملي شي.
بل لور د ترکمنستان پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/