معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ودې خبرې شوي

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ودې خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په موخه د ترکیې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا له غړو سره کتلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې چې د ترکیې د بېلابېلو سکتورونو (د نفت او ګازو، هوایي شرکتونو، کانونو او ټکنالوژۍ) استازو ګډون کړی و، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړوالي په اړه خبرې شوي.

د یادې شورا غړو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژستیک، کانونو او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او په کابل کې یې د شورا د دفتر پر پرانیستلو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس