کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د روسیې سفیر د کار او ټولنیزو چارو له وزیر، ملا عبدالمنان عمري سره د یوې کتنې پر مهال ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه شوي او دا کچه په لوړېدو ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، دې کتنه کې ملا عبدالمنان عمري ویلي، چې افغان حکومت د متقابل احترام او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی.
عمري زیاته کړې، دوی د متقابل تعامل له اصل سره سم توانېدلي، چې د سیاسي اړیکو د ټینګښت سربېره، په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم پرمختګونه وکړي او ګڼو هېوادونو سره اړیکې ورغوي.
بل لور د روسیې سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا خوښي څرګنده کړې او د دې اړیکو لا زیاتېدو هیله یې ښودلې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/