معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د اړیکو پراختیا په موخه خبرې کړي

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د اړیکو پراختیا په موخه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د هند د بهرنیو چارو وزارت له استازي جي پي سنګ سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو په اړه خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه کتنه کې جي پي سنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ارزښتناکه بللې او څرګنده یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د افغانستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو د پلاویو ترمنځ خبرې – اترې پيل شي.

د روانو چارو د څارونکو په باور دا کتنه د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي او سیاسي همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس