کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي.
له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه هوکړه د سوداګرۍ د سرپرست وزیر او د پاکستاني پلاوي ترمنځ چې کابل ته یې سفر کړی و، شوې ده.
په دې سفر کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسوي. اعلامیه وايي، په پام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/