زمونږ او تاسې په پخوانیو کلتوري ادبیاتو کې ډېرې داسې کیسې او افسانې شته چې کومه شاهزادګۍ چې ډېره بې حده ښکلې وي، ګڼ شاهزاده ګان او د دربار ځوانان پرې مین وي او هر یو د هغې د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي.
داسې ښکاري چې په اوسني عصر کې د افغانستان بهیدونکې اوبه او د هغې پر مټ د ګاونډیانو له خوا د خپلې خاورې او سیمې آبادولو قضیې هم تقریباً هماغه حیثیت خپل کړی او اوس همدې افسانوي شهزادګۍ ته ورته ښکاري.
دا کیسه تر دې را یاد شوه چې تقریباً دوه میاشتې وړاندې د سږ د ژمي د ساړه موسم په سر کې په پلازمېنه کابل او د هېواد په لویو ښارونو کې د وارداتي برېښنا حجم بېخې کم شو او وویل شول چې ازبکستان هغه اندازه برېښنا افغان لوري ته نه ورکوي چې په دوه اړخیز تړون کې یې هوکړه شوې ده.
هغه وخت د برېښنا له کمښت سره هم مهاله داسې آوازې او تبصرې هم خپرې شوې چې ګواکې د افغان حکومت له خوا د “قوش تېپې” د کانال په کارونو کې چټکتیا ازبکستان او زموږ ځینې نور شمالي ګاونډیان اندېښمن کړي دي او د آمو سیند له اوبو څخه خړوبېدونکې د هغوی ځینې پروژې یې د زیانمېدو له ګواښ سره مخ کړې دي.
هغه وخت دا موضوع په ډېر شد او مد مطرح کېدله چې ازبکستان په همدې دلیل د شویو تړون خلاف افغان لورې ته په قرار داد کې ذکر شوې اندازه برېښنا نه ورکوي او پدې توګه غواړي پر افغان لوري فشار راوړي.
خو د دې سره سره هغه وخت نه د ازبکستان هېواد دا موضوع یاده کړه او نه هم افغان لوري پدې اړه کومه تبصره وکړه، بلکې د دواړو خواوو په رسمي بیانونو کې د هوا سړښت او د انرژۍ د تولید د لړۍ اغېزمنتیا د دې خنډ او ځنډ لامل و ګڼل شو او خبره خلاصه شوه.
خو اوس چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د برېښنا د پېر او پلور تړون تر ډېره بریده عملي کېږي او په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه هم کمه شوې بیا هماغه خبرو ته د ځینو کړیو له خوا لمن وهل کېږي او داسې مسایل مطرح کېږی چې ګواکې ازبکستان د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې د اوبو کانال له جوړېدو نا خوښ دی او د دې کانال جوړېدنه د یاد هېواد ځیني سیمې د اوبو له کمښت سره مخ کوي.
په زړه پورې داده چې نه پرون د وارداتي برېښنا د کمښت پر وخت او نه اوس د سیمي او نړۍ د رسنیو له خوا د دې موضوع د بیا راپورته کېدو پر وخت، ازبکستان په رسمي توګه او له رسمي ډيپلوماتیکو چینلونو پدې تړاو هېڅ هم ندي ویلي، خو هغه د دري ژبو په اصطلاح د “کاسه داغتر از آش” په مصداق ځینې نورې کړۍ او په تېره بیا ایراني رسنۍ دې موضوع ته ډېره لمن وهي او په څنګ کې یې ایران ته د هلمند د سیند د بهېدونکو اوبو د مقدار له کمښت نه هم شکایت کوي او هغه د چا خبره د خپل حق دعوه هم ورسره راپورته کوي.
د بېلګې په توګه همدغه خبر یادولای شو چې څو ورځې وړاندې په ډېره پارونکي بڼه یوه ایراني خبري آژانس له “اکونومېسټ” مجلې څخه، پدې اړه را نقل کړی ؤ او ادعا یې کړې وه چې د افغانستان په شمال کې د “قوش تېپې” کانال چارې په بشپړیدو دي، خو د یادې مجلې په خبره ددې کانال بشپړېدل کېدای شي په سیمه کې یو لړ نښتو ته لمن ووهي، ځکه د دوی په ادعا د دغه کانال بشپړېدل به په سرحدي سیمو کې د ازبکستان ځینې کرهنیزي پروژې زیانمنې کړي.
دغه ایراني آژانس د خپل راپور په دوام (پداسې حال کې چې څرګنده نده چې دا د دوی خپل تحلیل دی که یې له اکانومېسټ مجلې را نقل کړی)، زیاتوي چې امکان لري د قوش تېپې کانال بشپړیدل د ازبکستان او افغانستان اړیکې سره خرابې کړي.
په زړه پورې یې هم داده چې ایراني رسنۍ په ټولیزه توګه کله چې د افغانستان د اوبو د بهیر په اړه تبصره کوي، د هلمند د سیند اوبه خوامخوا ورسره یادوي چې د دوی په ادعا، افغانستان د ظاهر شاه د سلطنت پر وخت د شوي تړون خلاف، د یاد سیند له اوبو څخه د ایران حق په بشپړه توګه نه ورکوي.
د اوبو بحث او په ګډو اوبو کې د هر هېواد حق یو تخصصي او تخنیکي بحث دی چې نه یې دا کرښې ځای دی او نه یې دا قلم د تحلیل توان لري، خو دا چې د افغانستان د سیندونو له اوبو څخه یې راته د هماغه افسانو او خیالي داستانونو ښکلې شهزادګۍ جوړه کړې چې ټول یې طلبګار دي او هر څوک غواړي د ترلاسه کولو په لار کې یې جګړه وکړي، دا نو بیا په خپله یو پارونکی او غیر اصولي بحث دی.
له ګډو اوبو څخه د خپل حق د غوښتلو پر سر شخړې او لانجې شاید د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم رواج وي خو دا چې لکه افغانستان غوندې په وچه کې راګیر هېواد دې د خپلو شته کم اندازه اوبو پر سر له هر ډول پر مختګ څخه محروم کړای شي، شاید په نړۍ کې به یې کم ساری ولیدل شي.
که څه هم د “قوش تېپې” د کانال په اړه وړمه ورځ د افغانستان د حکومت د مرکزي ویاند، په ظاهره د دې ډول کومې جګړې د پېښېدو اندېښنې بې ځایه وګڼلې، خو بیا هم د افغانستان د ځینو شریرو ګاونډیانو د کلونو کلونو توطیو او دسیسو ته په پاملرنې سره، شک نشته چې دا ډول کومې جګړې ته دې هم لمن ووهل شي.
ځکه نو مونږ پدې اند یو چې د هېواد د مادي او تخنیکي پر مختګ په لار کې دې دا ډول ستونزې او نا خوالې هم له پامه نه غورځول کېږي او په حکمت او تدبیر سره دې د هغې د حل لپاره لاره ولټول شي تر څو د نن وړه ستونزه، خدای نا خواسته د سبا په لوی ناورین وانوړي. “پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/