کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک د يوې خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي، چې د بيو ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنه د دې بانک له اساسي موخو څخه ده او په دې برخه کې د تېر په څېر اړین اقدامات ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پولي بازارونو کې بدلونونه د نورو هېوادونو په څېر يو طبيعي اقتصادي حالت دی.
دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه اندېښنه ونه کړي.
د افغانستان بانک دغه راز څرګنده کړې، چې په کافي اندازه مالي سرچينې په واک کې لري او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتياوو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه اخلي.
دغه بانک ټينګار کړی، چې د هېواد پولي او مالي بازارونه په دقيقه توګه څاري او د هر ډول ناوړه ګټه اخیستنې په وړاندې لازم اقدامات ترسره کوي.
دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې دې وروستیو کې یو وار بیا ډالر د افغانیو په مقابل کې مخ پورته روان دي، چې له امله یې نرخونه هم لوړ شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/