معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک رییس کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

د افغانستان بانک رییس کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک رییس د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره کتلي.

د خبر پر بنسټ د دې کتنې پرمهال افغانستان کې د مالي او بانکي سکټور د وضعیت په اړه خبرې شوي.

د افغانستان بانک رییس ویلي، دوی د افغانستان مالي او بانکي سکټور ودې ته ژمن دي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ترسره کوي.

دې کتنه کې روزا اوتونبایوا هم د افغانستان اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکټور وده او پرمختګ د ارزښت وړ بللی او دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس