کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه غواړي، سبا یکشنبه د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول وپلوري.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه، چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک ویلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/