کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مرکزي بانک سرپرست د قطر سفارت له مستشار سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان بانک د نړۍ د ټولو هېوادونو له مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو او مناسبو اړیکو غوښتونکی دی.
د افغانستان بانک سرپرست او مردف القاشوطي د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، پر ډیجیټلایزېشن یا د برېښنایي بانکوالۍ پر پراختیا او پر ظرفیت لوړونې خبرې – اترې کړي.
د دغه بانک د خبرپاڼې پر بنسټ، مردف القاشوطي په دې کتنه کې له مرکزي بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/