معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان بانک نن يولس ميليون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک نن يولس ميليون ډالره ليلاموي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان بانک نن يولس ميليون ډالره ليلاموي.
د افغانستان بانک په خپله ټویټرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د افغانستان بانک له څو میاشتو راهیسې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره هره میاشت څو ځلې په لسګونو ميلیون ډالرو لیلاموي.
د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د ليلام خبره کوي چې په دې وروستيو کې د نفتي او خوراکي توکو بيې تر بل هر وخت لوړې شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس