کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان بانک ژمن دی، څو د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي.
د افغانستان بانک مسوولین وایي، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره مقرره جوړه شوې، چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولای شي، په آسانه توګه کوچني پورونه تر لاسه کړي.
د مسوولینو په خبره کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بې وزلۍ کچه راټیټوي او د دندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
بلخوا روزا اوتونبایوا هم په خپلو خبرو کې مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ګټور بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/