کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیټېدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې نیسي او د بیو او مبادلې نرخ د ثبات لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.
اعلامیه کې راغلي، بانک اړینې مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا پر مهال به د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کړي.
دا څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په وروستیو ورځو کې کم شوی دی.
نن په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۷۴ افغانیو او ۲۰ پیسو بدلیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/