کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د امریکا غږ رسنۍ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې سرپرست افغان حکومت د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې باندې ځانونه نور هم منزوي کوي.
نوموړي پرته د نورو جزیاتو له ورکړې ویلي، چې د اوسني سرپرست افغان حکومت دا کړنې به غبرګونونه ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسني افغان چارواکي مشروعیت، مالي مرستې، پانګونه او له نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل غواړي، خو د کربي په وینا دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.
دې امریکايي چارواکي ویلي، چې که سرپرست افغان حکومت غواړي چې مشروع وګڼل شي او د نړۍ لخوا په رسمیت وپیژندل شي، نو په خبره یې باید په خپلو شویو ژمنو عمل وکړي او د هغې مطابق چلند وکړي.
افغان لوري تر اوسه د نوموړي په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/