کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ اظهار کړی، چې په ترکیې کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې قرباني شوې دي.
تېره ورځ د ترکیې په شمال برتین ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنه رامنځ ته شوه، چې له امله یې شاوخوا ۲۸ تنه ووژل شول.
د معلوماتو له مخې په دې کان کې ۱۱۰ تنو کار کاوه، چې له پېښې وروسته د ۲۸ تنو له وژل کېدو او ۱۱ تنو د ژغورل کېدو راپور ورکړل شوی.
د دغه کان پاتې کیندونکي لا هم ورک دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه وزارت د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښيي او هیله ښيي چې په کان کې ایسار وګړي په خوندي ډول وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د دغې چاودنې لامل، چې د ځمکې په ۳۰۰ مترو ژورو کې رامنځ ته شوې، نه دی روښانه خو د لومړنیو پلټنو له مخې اور اخیستونکي ګاز ښودل شوي دي.