معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۶ مه نېټه):
د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ د افغانستان د رېل پټلۍ اداره خبر ورکوي چې د دې ادارې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي ایران ته سفر کړی دی. یاده سرچینه وایي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس “بخت الرحمن شرافت” د یوه پلاوي په مشرۍ د خپل ایراني سیال په رسمي بلنه نن(د وږي په شپږمه) هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له ایراني لوري سره د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لنډمهاله تخنیکي زده کړو په برابرولو او د دوه اړخیزو ریلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي. سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رئيس به د دې سفر په ترڅ کې همدارنګه د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره هم وګوري. د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د افغانستان لویدیځ ګاونډي ایران سره د افغانستان د اوسني مؤقت حکومت اړیکې ښې شوې دي او دواړه لوري په بېلابېلو برخو کې له یوه او بل سره د همکاریو خبره کوي. تر دې وړاندې د ایران د پارلمان د وکیلانو او ځینو چارواکیو یو پلاوی هم کابل ته راغلی او دلته یې له بېلابېلو افغان چارواکوو سره کتلي او پر دوه اړخیزه اړیکو یې خبرې اترې کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس