معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا له قانوني شورا سره د خبرو د کولو غوښتنه شوې

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا له قانوني شورا سره د خبرو د کولو غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې مشر ویلي، د افغانستان د شتمنیو له منځه د هغو ۳،۴ میلیارده ډالرو د ساتنې پخاطر، چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې د برید قربانیانو کورنیو ته ځانګړي کړي، په اړه یې باید د افغانستان بانک مسوولین د امریکا له قانوني شورا سره خبرې وکړي.
نوموړي ویلي، د امریکا له قضایي بهیره د خپلو ارزي زېرمو د ساتنې په موخه باید دغه خبرې ترسره شي، چې د ده په خبره دا به د امریکا په قضايي بهیر کې د افغانستان د شتمنیو په ساتنه کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې ته یو لیک استولی و، چې نوموړي په کې د خپل دغه فرمان د تمدید خبره کړې وه.
د سرپرست افغان حکومت چارواکي بیا وایي، که‌ چېرې امریکا د افغانستان شتمنۍ آزادې نه کړي، دوی به له نورو قانوني لارو د خپلو شتمنیو د آزادولو لپاره ګامونه واخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس