معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان شل اوریز کرکټ لوبډلمشر راشد خان پاکستان سره د راتلونکو لوبو لپاره بشپړ چمتوالی وښود

د افغانستان شل اوریز کرکټ لوبډلمشر راشد خان پاکستان سره د راتلونکو لوبو لپاره بشپړ چمتوالی وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د افغانستان د شل اوریز کرکټ لوبډلمشر راشد خان له امریکا غږ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې افغان لوبغاړي له پاکستان لوبډلې سره دریو شل اوریزو سیالیو لپاره تمرینونه پیل کړي‌.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان ټیم د دغو لوبو ترسراوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.
راشد خان خپلو خبرو کې دا لوبې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې بللي او د را روان نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي یو ښه پړاو یې یاد کړی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د مارچ ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس