معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان صادرات د لومړي ځل لپاره ۲ میلیارده ډالرو ته ورسېدل

د افغانستان صادرات د لومړي ځل لپاره ۲ میلیارده ډالرو ته ورسېدل

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د هېواد صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
د دوی په خبره دغه کچه د ۱۴۰۰ ام لمریز کال په پرتله ۱۳۵ سلنه او د ۱۳۹۹ ام لمریز کال په پرتله ۱۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د ۹۲۵ میلیونه ۴۹۳ زره ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، پنبه، وریجې، آنار، ممیز، اِنځر، انګور، انجه، جلغوزي او پیاز پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، چین، ایران، عراق، ترکیې، قزاقستان او عربي متحده اماراتو ته صادر شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان صادرات تر دوه ملیارده ډالرو پورې رسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس