کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله تېره ورځ د مرکزي آسیا سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لاړه.
خبر زیاتوي، چې یاده لوبډله به تر دغو سیالیو وړاندې یو تمريناتي کمپ کې هم ګډون وکړي.
د فوټبال فدراسیون رییس محمد يوسف کارګر ویلي، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ډېر وخت وروسته د مرکزي آسيا سياليو لپاره چمتووالى نيسي. نوموړي زياته کړه، چې که د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته امکانات برابر شي، په نړيواله کچه به لاسته راوړنې ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/