کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله ویلي، چې له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی دی.
د دوی په وینا د دې پرمختګ له مخې به د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي.
دوی وايي، دا پرېکړه اسلام آباد ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دوه ورځني سفر کې شوې ده. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې د اقتصادي وصلتوب او د انرژۍ اړتیا د خوندیتوب لپاره ټاپي پروژه کې د ګډې همکارۍ لپاره ځانګړی پرمختګ شوی، چې دې سره به د دې پروژې د پلي کول چارې چټکې شي.
د ترکمنستان د بهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ پاکستان ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی و.
ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان له لار د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/