معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي خپل هېواد کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره لیدلي

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي خپل هېواد کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په خپل هېواد کې د اروپايي ټولنې له سفیر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي سره لیدلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د اتباعو په ځانګړې توګه د هلکانو او نجونو لپاره د تعلیمي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د ازبکستان، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین پر اړتیا ټینګار وکړ، چې په کې زده کړو او کار ته د لاسرسي حق او همدارنګه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو ټینګار شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس