معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي”ټام وېسټ” د داعش خلاف د افغان طالبانو مبارزه ستایلې ده

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي”ټام وېسټ” د داعش خلاف د افغان طالبانو مبارزه ستایلې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۲ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي “ټام وېسټ” د داعش ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د افغانستان د اوسني حکومت مبارزه ستایلې ده او هغه یې بریالۍ ګڼلې ده.
“ټام وېسټ” چې د څېړنو او تحقیقاتو په یوه امریکايي مرکز کې یې وینا کوله وویل چې په تېرو دوو کلونو کې افغان اوسني حکومت دلته د داعش اته مهم مشران له منځه وړي دي او په وینا یې دغه نظامي عملیاتو د داعش د فعالیتونو کچه راټیټه کړې ده.
ټام ویست په داسې حال کې چې اوس مهال یې په افغانستان کې داعش یا اسلامي دعوت ډله یوه جدي ګواښ وګڼلو له اوسني افغان حکومت یې مننه وکړه چې د هغې په ځپلو کې یې جدي ګامونه پورته کړي دي.
د یادونې ده چې داعش ډلې له کله نه چې په افغانستان طالبان بیا واکمن شول دلته د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
ټام وېسټ ومنله چې د ۲۰۲۳ کال له پیل را پدیخواه د طالبانو نظامي عملیاتو په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته مهم غړي له منځه تللي دي او دده په وینا د افغان حکومت دوامداره او درنو نظامي بریدونو د داعش ډلې قوت په جدي توګه کم کړی دی.
د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې روانه اونۍ د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې بیا راپورته کېدل ناشوني دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس