کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان پر صادراتي توکو؛ په ځانګړې توګه پر تازه مېوو لګول شوي سوداګریز محدودیتونه لرې کړي.
نوموړي همدا راز له یادو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ستونزو جوړولو او همدا راز د افغان سوداګرو له تاواني کولو ډډه وکړي.
سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه همکارۍ به سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
بل لور د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال دې ته په پام سره چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د کرنې له لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي وايي، دغه وزارت د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ په موخه پنځه کلن پلان جوړ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/