معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د بندو دروازو ترشا پیل شوې

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د بندو دروازو ترشا پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت له ګډون پرته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه د قطر پلازمېنې دوحه کې د بندو دروازو تر شا پیل شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د دې غونډې مشري کوي، چې په کې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویانده پاولینا کیوباک په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې سرمنشي قطر ته تللی او د یادې غونډې مشري کوي.
ټاکل شوې چې د غونډې په پای کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د دې کنفرانس جزیات په ډاګه شي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر د خپل هېواد په استازیتوب چې ورسره په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني هم ملتیا کوي، ګډون کړی.
د غونډې تر پیل مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې ناسته کې به له نړیوالو او سیمه‌ ییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړي. بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړیوالو سازمانونو غواړي چې په دغه ډول غونډو کې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي ته هم بلنه ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس