نړیوال بانک نن پرېکړه کوي، چې له دوی سره پراته د افغانستان ۵۰۰ میلیونه ډالر ازاد کړي او که نه؟
ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) رویټرز راپور ورکړی، چې نړیوال بانک له امریکا سره تر سلا مشورو وروسته نن پر دې بحث کوي چې د افغانستان یوه برخه شتمني د بشري مرستو او همکاریو لپاره ازاده کړي او که نه.
سرچینه وايي نړیوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د انساني غمیزې د مخنیوي په موخه د دغه هېواد د کنګل شوو پیسو یوه برخه، د بیا رغونې له صندوق بشري ادارو ته ولېږدوي او له هغه وروسته به پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.
د نړیوال بانک چارواکو ویلي، سره له دې چې په دې تړاو یې له امریکا سره مشورې کړې دي خو لا هم دا بهیر پېچلی دی.
دغه راز نړیوال بانک څرګنده کړې، که د دوی پرېکړه وروستۍ شي نو د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې کنګل شوې شتمني به ازاده کړل شي خو زیاتوي چې ازاده شوې شتمني به د بیا رغونې پر ځای پر بشري مرستو لګول کېږي.
وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، امریکا پرېکړه وکړه چې د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړي، له دې شتمنۍ ډېره برخه یې په نړیوال بانک کې پرته ده.