کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هالوټرسټ ادارې ویلي، چې د افغانستان ۶۵ کیلومتره مربع ځمکه پر ماینونو ککړه ده.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دغه ککړې سیمې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې پېژندل شوي دي.
د خبر پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال تر پایه په لاس جوړو ماینونو ککړه ځمکه ۵۳ کیلومټر مربع وه، خو اوس په ماینونو د ککړې ساحې له زیاتېدو سره افغانستان د دغه بنسټ له لوري د هغو څلورو هېوادونو په ډله کې شمېرل شوی، چې دغه ککړتیا په کې تر نورو زیاته ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/