معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځته شوی

د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځته شوی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وږي/سنبلې ۲۰مه او د سپټمبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلېز له لارې به په ډېرو کمو روځو کې افغان توکي چین ته رسي.
چارواکي وایي چې د نوي دهلیز له لارې به سوداگریز توکي له چین څخه قرغزستان ته، له قرغزستان څخه ازبکستان ته او له ازبکستان څخه د اوسپنې پټلي له لارې افغانستان ته رسېږي.
دوی زیاتوي، چې د افغانستان تولیدات به هم د یاد اقتصادي دهیلز له لارې په کمو ورځو کې چین ته رسېږي.

د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې مشر بخت الرحمن شرافت، چې د جمعې په ورځ یې په تاشکند کې د دې دهلیز تړون لاسلیک کړ، وویل چې دغه دهلیز به د توکو د بیو او مالیاتو په کمولو کې هم مرسته وکړي او دغه راز زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
له دې وړاندې له چین سره د ګډ ترانسپورتي دهلېز د جوړولو د څرنګوالي په اړه د افغانستان د ریل پټلۍ مشر بخت الرحمن شرف، د قرغزستان د اورګاډي مشر عظمت سخیوف او د ازبکستان د ریل پټلۍ مشر حسن الدین هاشموف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې وې، چې په دې غونډه کې د واخان کوریدور په نوم د چین لوژیستیکي شرکت هم بلل شوی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس