معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانیو ارزښت د ډالرو په مقابل کې نور هم لوړ شو

د افغانیو ارزښت د ډالرو په مقابل کې نور هم لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو په تېرو لسو ورځو کې ۴۲ میلیونه امریکایي ډالره لیلام کړي دي.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان بانک له خوا د ډالرو په دې لیلام سره د پيسو د تبادلو په مارکېټونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.
نن په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۷۷ افغانۍ او ۱۰ پوله تبادله کېده، چې دا د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو تر ټولو ښه بیه ګڼل کیږي.
بل لور بیا ولسي وګړي نیوکه کوي چې د افغانیو ارزښت لوړېدو سربېره هم د توکو نرخونه د پخوا پشان ثابت پاتي او ارزانښت په کې نه دی راغلی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس