کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روانه اونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه نوره هم راټیټه شوې.
د خبر پر بنسټ اوسمهال د هېواد په بازارونو کې یو ډالر په ۶۷ افغانۍ او ۷۰ پوله تبادله کیږي.
د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې د پولي ثبات ساتلو لپاره کافي منابع لري او د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانیو پولي ارزښت په دوامداره توګه څاري.
بل لور ته د یاد بانک ویاند ویلي، له هغو خلکو سره به قانوني چلند وکړي، چې د ډالرو په بیو کې په تغیر راتلو سره غیر قانوني کړنې کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/