معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې په لوړېدو اندېښنې زیاتې شوي

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې په لوړېدو اندېښنې زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې په لوړېدو سره یو شمېر هېوادوال اندېښمن شوي.

د دوی په وینا، د ډالرو بیې په لوړېدو سره د خوراکي توکو بیې هم زیاتیږي، چې پر ولس مستقیم اغېز کوي.

د راپورونو له مخې، د تېرو دوو اونیو پرمهال د هر ډالر په بیه کې شاوخوا څلور افغانۍ ډېرښت راغلی.

د افغانستان بانک د وروستیو شمېرو له مخې، دا مهال یو ډالر په ۷۵ افغانۍ او ۶۱ پوله تبادله کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک د اسعارو په بیو کې بدلونونه یو عادي بهیر ګڼي او ډاډ ورکوي، چې د هادو نوساناتو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

د دې ترڅنګ، افغانستان بانک نن د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو د لیلام خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان بانک په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۲۰ میلیونه ډالره لیلاموي، څو د اسعارو بیې کنټرول کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس