معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال جاپان ته په سفر لاړ

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال جاپان ته په سفر لاړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري د یوه پلاوي په ملتیا جاپان ته سفر وکړ.

نوموړي د خپل سفر په تړاو پر خپلې اېکس‌ پاڼې لیکلي، د یوه پیاوړي، پرمختللي او ارامه افغانستان لپاره له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ د تعامل غوښتونکی دی.

نظري د دې سفر د موخې او اجنډا په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو اټکل کیږي چې نوموړی به د اقتصادي همکاریو، پانګونې او افغانستان ته د نړیوال ملاتړ جلبولو په اړه له جاپاني چارواکو او اقتصادي بنسټونو سره خبرې وکړي.

جاپان له تېرو دوه لسیزو راهیسې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په برخه کې یو له مهمو نړیوالو همکارانو څخه پاتې شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس