معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقتصادي همکاریو سازمان کې د افغانستان پر اقتصادي ودې ټینګار شوی

د اقتصادي همکاریو سازمان کې د افغانستان پر اقتصادي ودې ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو غوښتي، چې د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې په موخه یو پروګرام وړاندې کړي.
د راپور پر بنسټ، د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي اسلام آباد د افغانستان د سولې لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو سره ګډ کار ته چمتو دی.
کاکړ همدا راز د سیمې د اتصال او کاسا زر، افغان ټرانس او ټاپي پروژو په څېر په سترو پروژو کې د افغانستان رول مهم وباله.
د ازبکستان ولسمشر بیا په دغه غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو ته د بشري مرستو کچه لوړه کړي.
د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، پاکستان او اذربایجان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس