معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د برېښنا ۵ کلن پراختیايي پلان تایید شو

د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د برېښنا ۵ کلن پراختیايي پلان تایید شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون ته د برېښنا سکټور پنځه کلن پراختیایي پلان وړاندې کړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې د دغه پلان پر بنسټ په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د هېواد په کچه د برېښنا تولید ۲۰۰ پروژې بشپړې شي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې دغې غونډې ته له طبیعي ګازو د برېښنا تولید درې اړخیز تړون راپور هم وړاندې شوی دی.

دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدۍ او بیات پاور ترمنځ شوی، چې د څېړلو لپاره یې عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او برېښنا وزارتونو ته دنده سپارل شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس