کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس کابل کې د چین سفارت له شارژدافیر بایو يوهوی سره کتلي.
په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د چين د همکاريو مننه کړې او ويلي يې دي، چې که چېرې د اقلیمي بدلون له امله افغانان زیات متضرر شي او نړيوال یې لاسنیوی ونه کړي، نو نړيوالو ته به یې هم ډېر زیانونه ورسیږي، چې په خبره یې بیا به د دې جبران ډېر سخت او په یوه لویه ننګونه به بدل شي.
نوموړي د چین سفارت له شارژدافیر څخه په تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تجهیز، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د خبرداري او اور وژنې سیستمونو فعالولو او پاکې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د خبر پر بنسټ په دې لیدنه کې د چین سفارت شارژدافیر هم له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/