معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله ۶۷ کسان مړه شوي

د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله ۶۷ کسان مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۱ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبرونو پر اساس د امریکا د هاوايي ایالت په ماوي ځنګل کې د اور لګېدو په پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر ۶۷ ته پورته شو.
د پلټونکو ټیم پرون، هغه مهال دا ارقام اعلان کړل چې د لاهینا په کنډوالو کې يې پلټنه کوله.
د هاوايي چارواکو ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې په دې سیمه کې اور څنګه په چټکۍ خپور شو؟
دا اور لګېدنه د هاوایی په تاریخ کې تر ټولو مرګونی طبیعي ناورین ګڼل کیږي.
له دې وړاندې په دې سیمه کې تر ټولو بده پېښه د ۱۹۶۰ م کال د څونامي وه، چې له امله یې ۶۱ تنه مړه شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس