کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته توصیه کړې، چې د فیصل جومات شاوخوا دې نه ګرځي.
اسلام آباد کې د امریکا سفارت په خپله وېبپاڼه خپلو اتباعو ته د خبرداري په ډول ویلي، هلته امنیتي ګواښونه شته.
په اسلام آباد کې د متحدو ایالتونو سفارت تر بلې خبرتیا پورې خپل کارکوونکي دغه جومات شاوخوا ته له ورتګ څخه منع کړي دي.
د امریکا سفارت په داسې مهال دا خبرداری خپور کړی، چې څو ورځې وړاندې یوه کس د فیصل جومات مخې ته د پاکستاني طـ.ـالـ ـبانو تـ ـحریک بیرغ ښکاره کړی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او په پوځیانو یې ورځ تر بلې وسلوال بریدونه زیاتیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/