کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سویلي وزیرستان د انګور اډې پرلت کوونکو ویلي، چې که د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه مني او له افغانستان سره یې تګ – راتګ بې له پاسپورټه نه شي، نو د دغه هېواد د آزادۍ ورځ به د تورې ورځې په توګه ولمانځي.
دوی وايي، که کوم چا په سویلي وزیرستان کې دغه ورځ ولمانځله، نو یو لک روپۍ به ناغه ورکوي.
د ځايي خلکو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د انګور اډې بازار کې خلک نه لیدل کیږي.
د سویلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له لسو میاشتو راهیسې پرلت ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/