معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوبو او انرژۍ وزارت له یو شمېر موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د اوبو او انرژۍ وزارت له یو شمېر موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت له شپول او د افغانستان د نابینایانو د سمون موسسو له مسوولینو سره د اوبو په سکتور کې د پروژو د پلې کولو په موخه د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د راپور پر بنسټ، یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له هر بنسټ څخه چې د اوبو په سکتور کې همکاري او د افغانستان د خلکو لپاره رښتینی خدمت وکړي، هرکلی کوي.
په دغه هوکړه لیکونو کې په کونړ او لغمان ولایتونو کې د کانالونو، سربندونو او نورو اوبیز بنسټونو جوړونه او بیارغونه شامله ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په همغږۍ سره به د نوموړو موسسو له لوري پلې شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس