معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوبو او انرژۍ وزیر له ترکي پانګوالو سره د برېښنایي انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړي

د اوبو او انرژۍ وزیر له ترکي پانګوالو سره د برېښنایي انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې هېواد د موسیات سوداګرو د ټولنې له استازي فاتح چایه باتمز او د یادې ټولنې غړو سره د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنایي انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې – اترې کړې دي.
د راپور پر بنسټ د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، ترکي پانګوالو د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنایی انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژي وزارت څخه د همکاري غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د دې وزارت سرپرست، د برېښنایي انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره ترکي پانګوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس