معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار هېواد کې د اوبو پر مدیریت ټینګار کړی

د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار هېواد کې د اوبو پر مدیریت ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
په داسې حال کې چې له پاکستانه په جبر د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ګړندۍ شوې، د چارو ګڼ شمېر څارونکي او ولسي وګړي د پاکستان دې ظلم بدل کې له افغان حکومته غواړي، چې د کونړ سیند اوبه دې مهار کړي.
ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ شمېر خلکو د کونړ پر سیند د بند جوړولو کمپاین پیل کړی دی.
تازه د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د افغانستان راتلونکې اقتصادي پراختيا نړيوال کنفرانس کې هم د هېواد د اوبو پر مدیریت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کافي اندازه اوبه لري او که مدیریت یې وشي، ګاونډیان به افغانانو ته اړ شي.
نوموړي په دې کنفرانس کې دغه راز د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره خصوصي شرکتونو ته د اجازې ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
یو شمېر چارواکو ګهیځ نیوز سره خبرو کې ویلي، چې اوسمهال یې ډېر پام له ایران او پاکستانه د لکونو افغان کډوالو راتللو ته کړی، خو د دوی په وینا د کونړ اوبو مدیریت په څېر ډېری چارې د خپل کاري پلان په ایجنډا کې لري.
ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانانو د وېستلو پرېکړه کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس