کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د ترکيې هېواد په بلنه تېره ورځ ناوخته یاد هېواد ته روان شو.
یادې ادارې ویلي، چې نوموړی به په دغه سفر کې د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې د منځني ختیځ څانگې په ۶ میاشتنۍ ناسته کې چې د غړو هېوادونو د رېل پټلۍ لوړ رتبه مسوولین په کې ګډون کوي، د افغانستان استازولي وکړي.
د خبر له مخې دغه راز ټاکل شوې، چې نوموړی به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو د رېل پټلۍ له مسوولینو سره هم ځانگړي ناستې ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/