معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اونۍ نږدې ۸۶ زره ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اونۍ نږدې ۸۶ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې تېره اونۍ د هېواد د څو بندرونو له لارې ۸۵ زره ۶۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره اونۍ د حېرتانو بندر له لارې ۵۶ زره ۹۰۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹ زره ۵۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره ۷۰۳ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۸۵ زره ۶۶۹ مټریک ټنه انتقالات کیږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تېره اونۍ کې ۲۲۰۵ ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی، چې لویه برخه یې کینو او مالټې دي.

یاده اداره کې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړل شوی و.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس