کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به سبا د ۲۰ بهرنیو پلاویو ترمنځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شي.
د اېرنا خبري آژانس د خبر له مخې د دغې غونډې د اېجنډا چمتو کولو په موخه د کارپوهانو ناسته د اِکو سازمان د مشر او د غړیو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې نن سهار پیل شوه، چې سبا به یې غونډه ترسره شي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د اذربایجان، ترکیې، تاجکستان او قزاقستان چارواکي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/