کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د روان کال د اپرېل له ۲۲مې تر ۲۴مې پاکستان ته ځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رییسي به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر، لومړي وزیر او یو شمېر پاکستاني چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په پاکستان کې له عامو ټاکنو وروسته دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر دا لومړی سفر دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/