کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تهران جګړه نه غواړي، خو له خپل هېواده د کلکې دفاع لپاره به اسراییلو ته د شوي تیري حتمي او وړ ځواب ورکړي.
مسعود پزشکیان د دې هېواد په سرمشریزه غونډه کې ویلي، دوی پوهیږي چې امریکا د جګړې لپاره اسراییل هڅوي.
ایراني رسنیو د دې هېواد ولسمشر پزشکیان له قوله ویلي، ایران په تېرو ۴۵ کلونو کې ښودلې، چې هېڅکله به د کوم یرغلګر پر وړاندې ماتې ونه مني.
هغه زیاته کړې، نړۍ ته د اوسني صهیونیست رژیم جرمونه ثابت شوي، نړۍ ګوري چې د امریکا په مشرۍ اسراییل په اشغال شوي فلسطین کې بشري حقوق تر پښو لاندې کوي او واړه ماشومان، مېرمنې په بریدونو کې په نښه کوي خو نړیوال یې پر وړاندې خاموش دي.
د ایران ولسمشر وروسته له هغې پر اسراییلو د برید ګواښ کړی، چې څو ورځې وړاندې اسراییلو پر ایران برید وکړ، خو د هغه برید مرګ – ژوبلې په تړاو ایراني رسنیو کره معلومات نه دي خپاره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/