معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ایران په زندانونو کې ۴ زره ۵ سوه افغان کډوال د بند شپې تېروي

د ایران په زندانونو کې ۴ زره ۵ سوه افغان کډوال د بند شپې تېروي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ويلي، چې دا مهال شاوخوا ۴ زره ۵ سوه افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دي.
د یادې ادارې ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د تېرو دوو کلونو پر مهال په دوو بېلابېلو پړاونو کې ۱۱ سوه ۱۸ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بندیان د سرپرست حکومت او ایراني چارواکو د خبرو په پایله کې افغان لوري ته سپارل شوي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین همداراز زیاتوي، هغه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي، افغانستان ته له لېږد وروسته یې ستره محکمه په اړه پرېکړه کوي.
خو څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ عمومي مدیر علي‌ رضا محمودي بیا رسنیو ته ویلي، چې د دغه هېواد په زندانونو کې ۶ زره افغان کډوال بندیان دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس