معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲):
د ایران په کوربتوب ملګرو ملتونو، پاکستان او افغان حکومت استازو د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي.
له افغانستانه په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال ارسلا خان خروټي ګډون کړی دی.
کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاند، پیټر کېسلر د دغې غونډې د موخې په اړه ویلي و چې غونډه کې د شته ستونزو پر حل لارو خبرې کیږي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي هم د ایران ملي رسنۍ ته ویلي چې تمه لري په افغانستان کې د خلکو د سیاسي ارادې پر بنسټ یو دولت رامنځته شي او خواره_واره افغانان سره راټول کړی شي.
په ایران او پاکستان کې په ټولیز ډول شاوخوا شپږنیم میلیونه افغان کډوال اوسيږي چې ډېری وخت ترې د افغان کډوالو د ځورولو او شکنجه کولو راپورونه هم رسنیز شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس